هورډنګ ډېس ارډر؛ د بې کاره شیانو ساتلو‌ اختلال

د خپرېدو وخت

د چای او اوبو پلاستیکي ګیلاسونه، تش بوتلونه،‌ ډبي،‌ سي‌‌ډي‌ ګانې ...‌‌ خلاصه که د اېډوارډ‌ بروان کور ته سر ورښکاره کړئ هر دا څه به پکې په مخه درشي.

دا شیان به له کوم مشخص لامل پرته یو د بل پاسه ایښي وي.‌

ايډوارډ براون دا شیان له کلونو راهیسې راټول کړي چې اوس یې کور کې اوسیدل هم ورسره ګران شوي‌.

هغه ۶۰ کلن دی او د بریتانیا شمالي بلک برن ښار کې اوسي.

ښاغلي بروان بي بي‌ سي ته ویلي‌ "ده کره ورتلونکي کسان ان د خوځېدو ځای هم نه مومي."

هغه پر دې پوه دی چې ستونزه ورپېښه ده، خو له دې ستونزې د وتلو لاره چاره ورته ګرانه ده.

اېډوارډ‌ براون پر هورډنګ ډس ارډر "د ساتلو پر اختلال" اخته دی.

دا یوه داسې ذهني یا رواني‌ ستونزه ده چې انسان پکې داسې شیان ساتي، چې بې کاره او یا نورو لپاره بیخي بې ارزښته وي.

د اېلېنوی ټکنالوجۍ انسټیټیوټ کې مرستیال استاد او سایکالوجیست ګریګوري چیسن وایي "د دې ستونزې له کبله عمومآ د اوسېدو ځای کې د شیانو یو ډېران جوړېږي، چې تګ راتګ هم پکې ګران وي."

دی بي بي‌ سي سره خبرو کې زیاتوي‌ د دې اختلال پر مهال "خونې د هغه څه لپاره نه کارول کېږي،‌ چې ورته ځانګړې شوې. مثلآ‌ پخلنځي‌ کې ښایي‌ نور پخلی ونشئ کړای او د ویدېدو خونه کې مو د سر اېښودلو ځای هم نه وي."

ورځپاڼې،‌ مجلې، د خوراکي توکو کڅورې،‌ بوټان،‌ تارونه، بوتلونه، د بوتلو سرونه او داسې ګڼ‌ نور شیان ښايي‌ منظم ایښي یا خواره واره پراته وي.

دا ټول شیان پر هارډنګ ډېس ارډر اخته کس ته اهمیت پیدا کوي.

دا اختلال د کوم ځانګړي‌ ځای، ټولنې یا اقتصادي حالت اشخاصو ته نه پيدا کېږي، بلکې هر ځای او هر ډول کسانو ته پېښېدای شي.

امریکا کې د اروايي‌ ستونزو سازمان موندنو ښودلې چې د نړۍ لروبر ۲ اعشاریه ۵ سلنه خلک د داسې رواني‌ حالت ښکار دي.

دوی کې ډېر داسې دي چې عمرونه یې پر شپېتو کالو اوښتي یا د ناارمۍ او خپګان له ستونزې کړېږي.

د ۲۰۲۱ کال ډسمبر کې د رواني څېړنو جریدې یوه مطلب کې راغلي چې د کورونا وېروس وبا پر مهال د دا ډول ذهني حالت نښې نښانې خورا زیاتې شوې.

د 'ساتلو اختلال' لاملونه

دا ستونزه تر ډېره شخصیت سره تړلې ده.

ډاکتران وايي‌ پرېکړو کې ستونزه، فکري اندېښنې، د جمال او کمال خوښاوی، ګوښه والی... دا هر څه یوازې او سره یو ځای د هورډنګ ډېس ارډر یا ساتلو اختلال لامل ګرځېدای شي.

د ساتلو اختلاف خطرونه

د اوسېدو ځای کې د شیانو ډېران او انبار جوړېدل د دې ستونزې یوازې یو ظاهري اړخ دی.

دا ستونزه که څه هم ساده ښکاري خو جدي اړخ خپلولی شي.

پروفیسور ګیروګري چیسن وايي "د هورډنګ شدید حالت کې هر ډول خطر ممکن دی. مثلا د اورلګېدو، لوېدلو، ژوبلېدو یا د توکو ورستېدو له کبله پر بېلابېلو ناروغیو د اخته کېدو خطر."

که له زهني‌ اړخه هم ورته وګورئ نو پر دې ستونزه اخته کسان له ټولنیزه پلوه ګوښه او یوازې وي.

درمنله

تر اوسه هورډنګ سینډروم کومه مشخصه درملنه نه لري.‌ خو پر دې ستونزه اخته کسانو ته تر ټولو ډېره د ادراکي چلند درمنله کېږي.

په دې درملنه کې دا هڅه کېږي‌ چې د توکو او شیانو اړوند د خلکو احساسات بدل کړای شي.

ډاکتران وايي له دې لارې د درملنې پایلې معتدلې دي - په دې معنا چې دا هڅه تر یوه ځایه ګټوره پرېوځي‌ خو سل پر سله کامیابه هم نه ده.

دوی وايي له دې لارې د دغه اختلال د شدت مخه نیول کېدای شي.

د کورنۍ غړي او خپلوان په دې ډول درملنه کې ښه مرسته کولی شي.

ایډوارډ‌ براون هم هڅه کوي‌ چې له دې ستونزې ووځي.‌‌

هغه یوه مرستندویه ډله جوړه کړې چې د داسې حالت له کړېدونکو کسانو سره مرسته وشي.