د بریتانیا لومړي وزیر استعفا پرېکړې ته نړیوال غبرګونونه او د مسکو خوښي

د خپرېدو وخت

د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ د بریتانوي لومړي وزیر بوریس جانسن دندې پرېښولو ته غبرګون څرګند کړی، چې د روسي یرغل پر وړاندې یې له اوکرایین سره د خپل هېواد له لوري برالا ملاتړ کاوه.

د ولسمشر پوتین ویاند دیمتري پیسکوف په دې هکله وايي، ''د ښاغلي جانسن رښتیا هم موږ خوښ نه وو او زموږ دی خوښ نه و. ''

د نوموړي په وینا دی ''د نورو مسلکي کسانو '' لپاره هیله من دی چې وکولای شي ''د مذاکراتو له لارې پرېکړې وکړي. ''

بل لور د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخاروا وايي، لومړی وزیر جانسن ''د خپل عمل ښکار شوی دی. ''

خو د اوکرایین لهجه بیا برعکس ده. د اې ایف پي رپوټ کې ویل شوي، ولسمشر یې ''په سخت وضعیت کې د ملاتړ له کبله '' د بریتانوي سیاستوال مننه کړې.

ولسمشر ولودیمر زېلینسکي پر پنجشنبه له هغه وروسته چې لومړي وزیر جانسن وویل، استعفا کوي، هغه ته ټیلیفون کړی او د دې خبرې په اورېدو یې 'خواشیني ' څرګنده کړې ده.

د رپوټونو له مخې ولسمشر زېلینسکي لومړي وزیر جانسن ته ویلي: ''نه یوازې زه، بلکې د اوکرایین ټوله ټولنه چې خواخوږي مو ده د رغنده رول له کبله '' له اوکرایین سره د ملاتړ له کبله له نوموړي مننه کوي.

د یادونې ده، چې د اوکرایین کړکېچ له پیل راهیسې د دواړو مشرانو تر منځ اړیکي خورا تاوده وو.

د کیېف بهرنیو چارو وزیر دیمترو کولیبا د بریتانوي لومړي وزیر استعفا په هکله یوه اعلامیه کې ویلي: ''د اپریل میاشتې په شنه سهار به اوکرایین ته د نوموړي سفر تل زموږ په یاد وي. جانسن د ډار سړی نه دی او د هغه څه لپاره خطر مني چې باور پرې کوي. ''

په واشنګټن کې بیا د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر د امریکا او بریتانیا تر منځ د ''ځانګړو اړیکو '' غښتلتیا ستاینه کړې ده، خو په ځانګړې توګه یې د ښاغلي جانسن په هکله له څه ویلو ډډه کړې ده.

ولسمشر بایډن وویل: ''زه په راتلونکي کې د امریکا او بریتانیا حکومت تر منځ او دغه راز په ټوله نړۍ کې د متحدینو او ملګرو تر منځ د مهمو مسایلو لړ کې د نژدې اړیکو دوام ته هیله من یم. ''

د اروپايي ټولنې د بریتانیا وتلو چارو لپاره د دې ټولنې همغږي کوونکي ګای ویرهوفستادت بیا وايي، له اروپايي ټولنې د خپل هېواد ایستلو لړ کې د ښاغلي جانسن پرېکړې له کبله د بریتانیا او اروپايي ټولنې تر منځ ''اړیکي خړپړ شول '' او په وینا یې ''د واکمنۍ پېر یې د ده د ملګري ډونلډ ټرمپ په څېر په رسوایۍ سره پای ته ورسېد. ''