تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران وايي د "دیپلوماتانو په ګډون یې بهرنیان د جاسوسۍ په تور نیولي"
د ایران دولتي تلوېزیون ویلي، ددغه هېواد انقلابي ګارد ځینې بهرنیان د جاسوسۍ په تور د پوښتنو ګروېږنو لپاره نیولي دي.
په رپوټ کې ویل شوي، چې "تورنو کسانو په یوه ممنوعه سارايي سیمه کې د هغې خاورې یوه نمونه ورسره اخیستې ده چې اتومي تجربې پکې کېږي".
د ایران رسمي خبري اژانسونو ویلي "په نیول شویو کې تهران کې د اتریش د کلتوري اتاشې مېړه او د پولنډ د یوه پوهنتون استاد هم دی".
د ایران فراس تلوېزیون پخپل رپوټ کې ویلي" انقلابي ګارد د یوه بریتانوي وګړي په ګډون ځینې دیپلوماتان د جاسوسۍ په تور نیولي".
سرچینه وايي، دا بریتانوی چې نوم یې ګایلز ویتیکر ښودل شوی تهران کې د بریتانیا د دیپلوماتیکې ډلې مرستیال مشر دی، یوازې له "ممنوعه سیمې" شړل شوی دی.
د ایران دولتي تلوېزیون وايي دغه بریتانوی دیپلومات "پوځي سیمو کې استخباراتي کارونه کول"، دوی په یوه خونه کې یوه وېډیو هم ډکه کړې چې یو سړی پکې غږېږي چې غالباً ویتیکر دی.
د ایران د تلوېزیون یوه خبریال ویلي، دغه دیپلومات "او کورنۍ یې د هغو سیلانیانو په ډله کې وو چې د شهداد صحرا ته تللي" چې هدف یې د ایران منځ کې یوه صحرايي سیمه ده.
دی زیاتوي: "لکه انځور کې چې ښکاري، دې سړي په ممنوعه سیمه کې د پوځي مانور پرمهال انځورونه اخیستي دي".
خو د بریتانیا حکومت د ایراني رسنیو دغه رپوټونه بشپړ رد کړي دي او وايي چې "ایران کې د بریتانیايي دیپلومات نیول کېدل بیخي دروغ خبره ده".
دا نیونې داسې مهال شوې چې د لوېدیځ او ایران ترمنځ د ایران د اتومي فعالیتونو پرسر یو ځل اړیکي ترینګلي شوي او د تهران له لوري د بهرنیانو د نیول کېدو پېښې په ډېرېدو دي.