هغه کس چې پنځه ځله د غبرګونو له زېږون وروسته یې ښځه پرېښوده

د خپرېدو وخت

ایوپو اوګنلي چې پنځه ځله یې غبرګوني ماشومان زېږېدلي، اوس د نایجیریا لوېدیځ‌ کې په خپل سیمه کې یو پېژندل شوی شخصیت دی.

خو اوګنلي چې اوس اوګن ولایت کې اوسي، یوازې د خپلو ماشومانو روزنه کوي.

هغه ۴۰ کلن دی او له ۵ غبرګونو ماشومانو ۷ ورپاتې دي.

د نوموړي دوه لومړي‌ غبرګوني،‌ ماشومتوب کې مړه شول‌ او له وروستیو غبرګونو یې هم یو زوی مړ شوی.

هغه بي بي سي یوروبا ویلي چې ښځه یې تر هغې وروسته پرېښوده چې مور پلار یې د دومره ډېرو غبرګو ماشومانو د زېږون شکایت ورته وکړ.

اوګنلي‌ په وینا چې کله یې مېرمن په لومړي ځل مېندواره شوه، نو ده د غبرګونو تمه نه درلوده.

هغه وايي‌ چې "خبر شوم ماشوم مې زېږېدلی نو د هلک او نجلۍ پوښتنه مې وکړه - نو هغوی راته وویل چې غبرګونې ماشومان دې زېږیدلي."

دی وایي‌ دا ورته د یوې هیلې او خوب د تعبیر په څېر وو،‌ ځکه "له ماشومتوبه مې د غبرګو ماشومانو دعا کوله. د خدای شکر مې ادا کړ،‌ له مېرمن مې غاړه تاو کړه او مبارکي‌ مې ورکړه."

یوروبا ټولنه تر ډېره د نایجیریا لوېدیځ کې مېشته او د نړۍ په کچه هغو ټولنو کې حسابېږي چې ډېر غبرګون ماشومان پکې نړۍ ته راځي.

د نایجیریا دې برخه کې غبرګونو ماشومانو ته 'ابیجي' وایي او په ټولنیز ډول باور دا دی چې له غبرګونو وروسته بل ځل یو ماشوم نړۍ ته راځي چې دوی یې 'اډوو' بولي.

خو د اوګنلی کره یو به بل پسې پنځه وارې غبرګوني وزېږېدل.

هغه وایي‌ د دومره ډېرو او پرله پسې غبرګونو پیدایښت ورته پوښتنه پیدا کړې وه.‌

اویوپ اوګنلي که څه هم اوس د خپلو ماشومانو روزنې لپاره ستونزو سره مخ دی، خو وايي‌ ډېر ماشومان یې خوښ دي.

هغه د دویم واده احتمال هم نه ردوي.