تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"پوتین د لومړۍ درجې سړی دی"
د فارمولا ون پخواني مشر برني ایکلسټن وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین "د لومړۍ درجې سړی دی" هغه څه چې دی کوي پرې پوهېږي او د ده کړنې د روسیې لپاره سمې دي.
ایکلسټن او پوتین یو بل له ډیرو کلونو راهیسې پیژني او ګمان کېږي چې په ۲۰۱۴کال کې سره ملګري شوي.
هغه کال لومړی ځل وه چې د فارمولا ون کوربه توب د روسیې په نصیب شوه.
کله چې د ITV په سهارني پروګرام کې له ایکلسټن وپوښتل شول چې لاهم پوتین خپل ملګری ګڼي؟ نوموړي په ځواب کې ورته وویل:"زه اوس هم حاضر یم د هغه لپاره په سینه مرمۍ وخورم."
۹۱ کلن برني تر ۲۰۱۷ کال پورې د فارمولا ون اجرائیه مشر و.
برني ایکلسټن وايي، که د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي بېلابېل ګامونه پورته کړي وای د جګړې مخه نیول کیدای شوی. نوموړي په خبرو کې د زیلینسکي په اړه دا هم وویل، چې هغه یو توکمار دی.
برني ایکلسټن وايي:"زه داسې احساسوم چې دوی غواړي خپل همدې مسلک ته دوام ورکړي. "
نوموړی زیاتوي:که ښاغلي زیلینسکي د حالاتو په اړه فکر کړی وای، نو خامخا به یې هڅه کړې وای چې له پوتین سره خبرې وکړي، هغه یو هوښیار سړی دی او هغه ته به یې غوږ نیولی وه او ښايي په دې اړه یې یو څه کړي وای.
ایکلسټن وايي، دی باور نه لري چې پوتین به داسې جګړه پیل کړي چې زرګونه اوکرایینیان او روسان پکې ووژل شي.
برني ایکلسټن وویل: "زه ډاډه یم هغه اوس غواړي چې دا هر څه یې نباید پیل کړي وای. هغه دا هر څه د جګړې لپاره نه وه پیل کړي. "
فارمولا ون بیا په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "د برني ایکلسټن څرګندونې د هغه شخصي نظرونه دي او زموږ د سپورت د عصري ارزښتونو سره په ټکر کې دي."
د فارمولا ون پخوانی اجرائیه مشر برني ایکلسټن په ۲۰۱۶ کال کې هم تر سختو نیوکو لاندې راغلی و.
هغه مهال ده ویلي و، پوتین هغه کس دی چې اروپا باید اداره کړي.