د مصر په نیل سیند کې د کښتیو استوګنځي له احتجاج سره سره ویجاړېږي
د خپرېدو وخت
د مصر قاهرې ښار په زړه کې ځايي چارواکي هغه ولاړې مشهورې کښتۍ ویجاړوي چې ځینې خلکو د استوګنځي غوندې له لسیزو راهیسې کارولې.
مصري چارواکي وايي، دا استوګنځي جواز نه لري او د ښاري پراختیا پلانونو مخه یې نیولې ده.
پر ساحل دې ولاړې کښتیو کې ځینې بیوزله خلک مېشت وو، خو ځینې یې بیا په لوړ لګښت رغول شوې.