د جورجیا په داشباشي دره کې د زړورو سیلانیانو لپاره 'الماس پل' پرانیستل شو

د ویډیو تشریح، د جورجیا په داشباشي دره کې د زړورو سیلانیانو لپاره 'الماس پل' پرانیستل شو
د خپرېدو وخت

د جورجیا په څالکا سیمه کې د داشباشي درې شاوخوا غرونو تر منځ د پلي کسانو لپاره یو نوی پل پرانیستل شوی دی. دا پل ۲۴۰ متره اوږد او له ځمکې ۲۸۰ متره پورته چمتو شوی دی. د دې پله ځینې برخې په ښیښه پوښل شوې دي او له همدې کبله پرې روان کسان کولای شي لاندې شانداره دره وویني.