تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا ټکزاس کې له لارۍ د ۴۶ مړو موندل کېدل
د خپرېدو وخت
د امریکا د ټکزاس ایالت د سن انتونیو ښار یوه څنډه کې له درول شوې لارۍ د لږترلږه ۴۶ کسانو جسدونه ترلاسه شوي. اټکل دا دی چې مړه شوي کسان به ناقانونه کډوال وي. له دغه موټره د څلورو ماشومانو په ګډون ۱۶ نور کسان په ډېر بد روغتیايي وضعیت کې روغتون ته لېږدول شوي.
په خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې لېدل کېږي چې د دې لارۍ شاوخوا ګڼ امبولانسونه او نور موټرونه ولاړ دي.