د امریکا ټکزاس کې له لارۍ د ۴۶ مړو موندل کېدل

د ویډیو تشریح، د امریکا ټکزاس کې له لارۍ د ۴۶ مړو موندل کېدل
د خپرېدو وخت

د امریکا د ټکزاس ایالت د سن انتونیو ښار یوه څنډه کې له درول شوې لارۍ د لږترلږه ۴۶ کسانو جسدونه ترلاسه شوي‌.‌ اټکل دا دی چې مړه شوي کسان به ناقانونه کډوال وي.‌ له دغه موټره د څلورو ماشومانو په ګډون ۱۶ نور کسان په ډېر بد روغتیايي‌ وضعیت کې روغتون ته لېږدول شوي.‌

په خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې لېدل کېږي چې د دې لارۍ شاوخوا ګڼ امبولانسونه او نور موټرونه ولاړ دي.‌