پاکستان کې د پنجاب جنوبي سيمې سختې وچکالۍ ځپلې دي
د خپرېدو وخت
جنوبي اسيا کې موسمي اورښتونه د بزګرانو لپاره مرستندويه ګڼل کېږي، خو هر کال ورسره ځاني او مالي زيان هم ملګری وي.
اوس داسې حال کې چې ځينو سيمو کې موسمي اورښتنونه زيان اړوي، د پاکستان پنجاب جنوب کې بيا د چولستان بېديايي سيمه له وچکالۍ کړېږي.
د ګرمۍ کچه هم په کې نن سبا له ۵۰ سانټي ګرېد درجو لوړه شوې، چې له امله یې دا سيمو د اوبو سخت کموالي سره مخامخ ده. ډېر څاروي په کې تېرو دوو اونيو کې مړه شوي دي. د بي بي سي اوردو عمر دراز ننګيانا دې سیمې ته ورغلی و.