بنګله دېش کې محصلانو ۱۵۰۰ ماران ژغورلي
د خپرېدو وخت
د بنګله دېش جهانګیرنګر پوهنتون محصلانو په ټول هېواد کې د مارانو د ژغولو یو بنسټ جوړ کړی چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې یې تر ۱۵۰۰ ډېر ماران ژغورلي دي.
ددې بنسټ مشر محفوظ الرحمن بي بي سي ته وویل، د مارانو په اړه ډېر ناسم دود او پوهاوی شته چې دوی یې د خپل کار له لارې د بدلولو هیله لري.