'که ایران ته ستنه شم، مېړه به مې ووژني'
د خپرېدو وخت
پریسا له ایران نه ترکیې ته د خپل مېړه د تاوتریخوالي له کبله تښتېدلې ده. هغه ګواښلې چې د تښتېدلو له کبله به یې ووژني. اوس هغه بېرته ایران ته د ستنېدو له خطر سره مخامخ ده چې ښايي مېړه یې دا ومومي.
د بشر حقونو فعالان وايي، په ایران کې د پت په نامه د وژلو کچه په لوړېدو ده. د 'پت په نامه وژنه' تر ټولو ساده وژنه ده چې تر ډېره پکې د کورنۍ نارینه غړی یوه ښځه په اسانۍ وژلی شي، ځکه چې دوی یې د کورنۍ لپاره 'شرم' ګڼي.