یونان کې محکمې دوه افغانان د کډوالو یوه کمپ کې د اور لګولو په تور په څلور کلن بند محکوم کړل

د خپرېدو وخت

یونان کې یوې محکمې دوه ۱۸ کلن افغانان چې دوه کاله وړاندې د دغه هېواد لېسبوس ټاپو کې د کډوالو په یوه کمپ کې په اورلګولو تورن وو په څلور کلن بند محکوم کړي.

د روان کال په مارچ میاشت کې دغه دوه افغان کډوال په پنځه کلن بند محکوم شوي وو او دوی بیا له محکمې غوښتي وو چې په پرېکړې دې له سره غور وشي.

اوس محکمې د نوې پرېکړې له مخې د دوی د بند سزا له پنځو څلورو کلونو ته راکمه کړې ده.

د دغو دوو افغان کډوالو مدافع وکیل د محکمې له پرېکړې خوښ نه دی او ویلي یې دي چې د جرمونو د ثابتولو لپاره پوره شواهد نه وو او باید د دوی سزا نیمايي راکمه شوې وای.

د یونان یو تر‌ ټولو لوی د کډوالو کمپ موریا په ۲۰۰۵ کې په لېسبوس ټاپو کې جوړ شوی وو.

د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په ۸مه او ۹مه نېټه دوو اورونو دغه کمپ په بشپړ ډول له منځه یوړ.

د اور لګېدو په دې پېښه کې چاته ځاني زیان نه وو اوښتی خو نژدې ۱۳ زره کډوال یې بې ځایه کړل.

پیل کې د اورلګېدنې لامل نه وو مالوم خو د یونان حکومت اعلان وکړ چې دا اور قصدي لګول شوی وو او ګڼ کډوالو په کې لاس درلود. د دې پېښې په تور بیا وروسته شپږ افغان کډوال نیول شوي وو.

څلور نور نیول شوي افغان کډوال تېر کال یوې جلا محکمې په دوه کلن بند محکوم کړي وو.

داسې ویل کېږي چې دغه کمپ کې اورلګولو نه د افغان کډوالو موخه دا وه چې یوناني چارواکي اړ کړي چې لېسبوس ټاپو نه یې بهر وباسي.

موریا د کډوالو کمپ

د موریا کډوالو کمپ کې نژدې ۱۳ زره کډوال مېشت وو چې ویل کېږي ۷۰ سلنه یې افغانان وو.

د رپوټونو له مخې ګڼ کډوال اړ وو چې کلونو په دې کمپ کې په ناوړه شرایطو کې ژوند وکړي.

د ۲۰۲۰ کال په اپرېل کې د بشري حقونو فعالانو خبرداری ورکړی وو چې یوناني چارواکو موریا کمپ کې د ژوند شرایطو ښه کولو او کورونا ویروس سره د مبارزې په موخه د اړتیا وړ تدابیر نه دي نیولي.