په قطر کې د کډوالو کارګرو د خونديتابه په اړه اندېښنې
د خپرېدو وخت
د بي بي سي عربۍ تحقیقاتو څانګې داسې ادعاګانې په ګوته کړي چې وايي قطر د هغو کډوالو کارګرانو شمیر کم ښيي چې د تودوخې له امله مړه شوي دي. د اقلیمي بدلون له امله، خلیج د نړۍ پرتله په اوسط ډول دوه برابره ګرم دی.
په خلیج کې شاوخوا ۱۴ میلیون مهاجر کارګران شته چې ډېر یې د آسیا او افریقا دي. یو کډوال کارګر چې د کار قوانینو ماتولو په اړه یې شکایت کړی و، زنداني شو.