د اوکرايین ختيځ کې نښتې سختې شوې

د ویډیو تشریح، د اوکرايین ختيځ کې نښتې سختې شوې
د خپرېدو وخت

د روسيې ولسمشر پوتین ګوتڅنډنه کړې ده چې که لوېديځ هېوادونه اوکرایین ته د اوږد واټن توغندي ورکړي نو دوی به اوکرایین کې په داسې موخو برید وکړي چې لا تر اوسه یې نه دي په نښه کړي.

په یوې ټلویزیوني مرکه کې د روسیې مشر ویلي دي چې اوکرایین ته د دغه ډول وسلو ورکول په دې مانا دي چې دغه کړکېچ تر شونې حده وغځول شي.

امریکا هوکړه کړې ده چې اوکرایین ته به د اوږده واټن میزایل ورکوي چې د اوکراییني چارواکو په وینا د روسیې د یرغل پر شا تمبولو کې به مهم او بدلوونکی رول ولري.

خو په خپلو وروستیو خبرو کې ښاغلي پوتین ټینګار وکړ چې له دې سره به د جګړې په ډکر کې هېڅ بدلون رانه شي.

دننه په اوکرایین کې بیا روسیه وايي چې په کېیف کې یې هوايي بریدونه تر سره کړي او د هغو ټانکونو د له منځه وړلو ادعا کوي چې اروپايي هېوادونو، اوکرایین ته ورکړي دي.

په پلازمینه کیېف کې څو چاودنې شوي دي او د لوګيو تورې لوخړې لېدل شوي دي. دغه ښار په وروستیو میاشتو کې ځکه تر ډېره خوندي و چې د روسي پوځونو پام تر ډېره ختیځ کې پر بریدونو راټول وو.

د لوهانسک والي بیا وايي د سېوېرو دونيڅک ښار کنټرول وروسته له هغه نیمايي د اوکرایینیانو او نیمايي د روسي پوځیانو لاس ته لوېدلی چې روسان په شا وتمبول شول.

دا په مهمې لوهانسک سېمه کې د اوکرایین وروستی تر ټولو لوی مرکز دی او د کنترول لپاره یې دواړه خواوې په سختې جګړې بوختې دي. دغه رپوټ دونيڅک سېمې ته نژدې له باخموت ښاره دی، یو بل داسې ښار چې روسیې پرې سترګې ښخې کړي دي.