تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پخوانی چرګانو پلورونکی ولسمشرۍ ته د رسېدو له هیلو سره
- Author, ایویلین موزمبي
- دنده, بي بي سي نیوز، نایروبي
- د خپرېدو وخت
د کینیا ویلیم روټو د ولسمشرۍ کمپاین کې خپل ځان د بې وزلو وګړو اتل ګڼي.
دی لومړني ښوونځي ته یبلې پښې (لوڅې پښې) تللی او په ۱۵ کلنۍ کې یې ایله یوه جوړه بوټان ترلاسه کړل. په ریفټ لیرې کلیواله دره کې یې د سړک غاړې چرګان او ممپلي خرڅول.
په داسې حال کې چې د راتلونکې اګسټ میاشتې پر نهمه د ولسمشرۍ ټاکنو ته مبارزه کوي، نو حیرانوونکې نه ده چې دی خپل ځان د بې وزله خلکو اتل ګڼي.
ښاغلی روټو ټاکنو ته د کینیا کوانزا (د کینیا لومړنۍ سواحیلي ژبې) له بیرغ سره ولاړ دی او ژمنه یې دا ده چې اقتصاد ته به وده ورکوي.
د هغو کسانو د بې روزګارۍ رسمي کچه نژدې ۴۰ سلنه ده، چې عمرونه یې د ۱۸ او ۳۴ کلونو ترمنځ دي او ددې هېواد په اقتصادي ډګر کې هر کال یوازې ۸۰۰ زره ځوانان له کاري ځواک سره یوځای کېږي.
نو "پرشوره ملت" کلمه ځکه له منځه تللې چې ځوانان یوازې د روزۍ ګټلو لپاره مبارزه کوي.
روټو اقتصاد کې د 'ښکته - پورته' (تصاعدي) معاملې پلی کولو ژمنه کړې، چې په وینا یې په دې سره به تېر کال د کورونا وېروس د وبا او اوکرایین کې د جګړې له کبله ډېر بې وزله شوي کسان هم ګټه واخلي.
دا ولسمشرۍ ته د رسېدو لپاره د ۵۵ کلن سړي یوه هڅه ده. هیلمن دی چې د ۱۹۹۷ کال په څېر به یوځل بیا سیاست ته ننوځي.
دی وايي، په ۱۹۹۲ کال سیاست ته ننوت، چې په وینا یې د وخت ولسمشر ډانیل اراپ موی لارښوونه ورته کړې وه.
ښاغلی روټو د ځوانانو د هغې څانګې یوه برخه و، چې ښاغلی موی ته یې د کانو ګوند فعالیتونه مخته وړل.
دی اوس یو تکړه مبلغ دی چې ډېر مینه وال هم لري او په رسنیزو مرکو کې وتلی شخصیت ګڼل کېږي.