له افغانستانه د بريتانويانو وتل: يوه راپور د استخباراتو، ډيپلوماسۍ او پلانونو يوه څرګنده ناکامي بللې

د ویډیو تشریح، له افغانستانه د بريتانويانو وتل:
د خپرېدو وخت

تېر کال له افغانستانه د بریتانیا د حکومت وتل یو داسې ناورین او خیانت و چې د راتلونکو څو کلونو لپاره به د دغه هېواد ګټو ته زیان ورسوي، دا خبره د بریتانیا د پارلمان یو شمېر وکیلان کوي.

د بهرنیو چارو د کمېټې له لورې له نیوکو ډک رپوت کې ویل شوي دي چې د راویستلو د بهیر د نامنظمې ادارې له امله ښايي ډېرو خپل ژوند بایللی وي. د بریتانیا حکومت بیا وايي چې د دغه بهیر په پلانولو یې سخت کار کړی و.