پښتونخوا کې د خښتو کاروباريان د توکو بيو لوړوالي اندېښمن کړي

د ویډیو تشریح، پاکستان کې د خښتو کاروباريان د توکو بيو لوړوالي اندېښمن کړي
د خپرېدو وخت

په پښتونخوا کې د خښتو جوړولو بټیو يا فابريکو څښتنانو ګواښ کړی چې که حکومت د سکرو بیې کنټرول نه کړي نو خپلې بټۍ به وتړي.

ویل کېږي په پښتونخوا کې تقریبا دولس سوه د خښتو بټۍ فعالې دي. لسګونه زره کسان کار پکې کوي.

له دې ګواښ سره د کارګرو د بې کاره کېدو او رغنیزو چارو ته د تاوان اندېښنه پیدا شوې ده. رحمان الله رپوټ لري.