د اوکرايين ختيځ کې پر روسانو بريدونه شوي

د ویډیو تشریح، د اوکرايين ختيځ کې پر روسانو بريدونه شوي
د خپرېدو وخت

د بريتانيا پوځي استخباراتو اداره وايي د روسانو يوه پوځي کنډک له یوه سينده تېرېدو ناکامې هڅې پر مهال نژدې خپل ټول زغروال ګاډي له لاسه ورکړي دي.

د اوکرايين پوځ له لوري خپاره شوي انځورونه لسګونه سوځېدلي ټانکونه ښيي، دا وروسته له هغه چې ځواکونو يې د سيوېرسکي دونېڅ سيند اوبو د پاسه بهېدونکي پله باندې توپونو ګوزارونه وکړل.

د بريتانيا دفاع وزارت وايي دا پېښه هغه فشار راسپړي چې روسي قوماندانان يې د پرمختلو پر مهال ورسره مخامخ دي. مسکو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د اوکرايين پوځ دا هم ويلي، دا اوونۍ يې خپله دې هڅه کې مهم پرمختګ کړی چې روسي ځواکونه د خپل دوهم تر ټولو لوی ښار خارکيف ويشتلو توپچي واټن له سيمې وباسي.