اوکرايين کې جګړه: د ماريوپول د فولادو له فابريکې ټول ملکيان وتلي
د خپرېدو وخت
اوکرایین او روسیه وايي، په جنوبي بندري ښار ماریوپول کې د فولادو له کلابندو شوو فابریکو د ملکي کسانو د ایستلو عملیات بشپړ شوي دي.
اوکرایین وايي ټول ډېر عمره کسان، ښځې او ماشومان چې شمېر تر درې سوو ډېرېږي، خوندي ځایونو ته وړل شوي دي، دغه چاره په وروستیو اونیو کې پر دغو فابریکو د روسانو له سختو بمباریو وروسته تر کېږي.
داسې وېرې شته چې د شنبې پر ورځ له هغه وروسته تر شپېتو ډېر کسان مړه شوي دي چې په دونباس ښار کې یو روسی بم په یوه ښوونځي ولګېد.
سیمه ایز حکومت وايي د بوله هوسکا کلي د دغه ښوونځي په تکاوۍ کې شاوخوا نوي ځايي اوسېدونکو پناه اخېستې وه. دېرش کسان ژغورل شوي او د دوو کسانو مړي موندل شوي دي، ګمان کېږي چې نور کسان به تر خاورو او ویجاړیو لاندې مړه شوي وي.