اوکرايين جګړه: د ملکيانو ايستلو لپاره نړيوالې هڅې روانې دي
د خپرېدو وخت
روسیه د اوکراییني ځواکونو له ځوابي بریدونو سره سره د اوکرایین په ختیځ کې بمبارۍ کوي. روسیې په ډونباس سیمه کې لږ لږ پرمختګ کړی دی خو ویل کېږي چې په ډېره لویه بیه ورته تمام شوي دي.
د اوکرایین پوځ وايي، د خارکیف په شمال ختیځ کې یې له پنځو کلیو روسي سرتېري ایستلي او وايي ډېر ژر به روسي یرغلګرو ته ناشونې کړي چې پر ښار برید وکړي.
ملګري ملتونه او نړیوال سور صلیب هڅه کوي له کلابند ماریوپول ښار نور ملکي وګړي هم خوندي ځایونو ته انتقال کړي. پرون، د ماشومانو په ګډون ۵۰ نور کسان هم له ازافسټال فابریکې و ایستل شول - دغه ځای د روسیې ځواکونو محاصره کړی دی.
لسګونه نور کسان لا هم دننه بند پاتې دي. دغه ښار چې د هېواد په جنوب کې دی، د روسیې د پوځ لخوا تر پرله پسې بریدونو لاندې دی.