اوکرايين کې جګړه: ملګري ملتونه د ملکيانو د ايستلو هڅه کوي
د خپرېدو وخت
يو جګپوړی اوکرایينی چارواکی وايي د هېواد جنوبي ماريوپول ښار کې یې د پولادو له کلابندې بټۍ د خلکو ايستلو بهير روان دی.
دا ګام پرون له دغه ښار د نژدې ۵ سوو کسانو له ژغورنې وروسته اخيستل کېږي، چې د چارو همغږي یې د ملګرو ملتونو او سره صليب له خوا کېده.
دوی کې د ازوفسټال پولاډو بټۍ له دننه او شاوخوا سيمې له ۱۵۰ زيات کسان هم دي، چې دغه ښار کې د اوکرايين د مقاومت وروستی مورچل دی.
د بريتانيا دفاع وزارت وايي روسيو ځواکونو پر دې بټۍ پرله پسې مځکنی يرغل روان ساتلی. دا راپور د بي بي سي ختيځې اروپا خبريالې سارا رېنزفرډ دی، چې پيل کې ځلېدونکي انځورونه دي.