اوکرايين کې جګړه: ځواکونه يې لا هم مقاومت کوي
د خپرېدو وخت
اوکرایيني ځواکونه لا هم د خپل هېواد جنوبي ښار ميکولايف دننه او شاوخوا سيمو کې مقاومت کوي او خپلې مورچې ځواکمنوي، داسې حال کې چې د سيمې ملکيان د روسانو ورځنيو ګوزارونو او بریدونو تاو ګالي.
داسې حال کې چې يرغلګر ځواکونه د تور سمندر شاوخوا د بندرونو نيولو په لټه کې دي، دې سيمې کې درنې نښتې او جګړې شوې دي.
عبد الجليل عبد الرسولوف ميکولايف کې د جګړې لومړۍ کرښې سره له اوکراينيو ځواکونو سره ملګری شوی، او دا راپور يې رالېږلی.