استراليا شاوخوا شپږ زره اوکرايينيانو ته د بشري مرستو ويزې ورکوي
د خپرېدو وخت
شاوخوا ۶۰۰۰ اوکرایینیانو ته په استرالیا کې د بشري مرستو ویزې ورکول کېږي. له دې سره به دوی په دغه هېواد کې د دریو کلونو لپاره د کار او زده کړو اجازه ولري.
په کانبررا کې حکومت پر اوکرایین د روسې د دوی په وینا وحشیانه، ناقانونه او غیر عادلانه یرغل غندلی دی.
بي بي سي له ځینو هغو اوکراینیانو سره خبرې کړي دي چې د اوکرایین له جګړې تښتېدلي او استرالیا ته رسېدلي دي.