نشه يي توکو سره د اردن مبارزه: له سوريې سره پر پوله يې جګړه سخته کړې
د خپرېدو وخت
د یوې لسېزې جګړې د سوریې اقتصاد بېخي له منځه وړی دی او اوس د مخدره توکو په داسې یوه هېواد بدلېدونکی دی چې تر ټولو ډېر ناقانونه نشه یي توکي صادروي.
د ستيمېلنت کپتاګن، په نامه نشه یي درمل عربي نړۍ کې په پراخه کچه کارېږي. په دې وروستیو اونیو کې اردوني پوځ د پولو په اوږدیو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې په پراخه کچه ناقانونه درمل نیولي او تر دېرشو ډېر قاچاق وړونکي یې وژلي دي.