پر اوکرايين د روسيې يرغل: د امريکا بهرنيو چارو وزير کيېف ته ځي
د خپرېدو وخت
داسې حال کې چې په اوکرایین کې د روسیې جګړه درېیمې میاشتې ته داخلېږي، پام کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د دفاع وزیر لوید آسټین نن کیېف ته ورشي، پر اوکرايين د روسیې د یرغل راهېسې به دا د امریکا تر ټولو لوړپوړي چارواکي وي چې له دغه هېواده لیدنه کوي.
دغه سفر د ولسمشر زیلینسکي له لورې اعلان شوی خو واشنګټن یې لا پخلی نه دی کړی.
دا وروسته له هغه چې پرون د تورې بحیرې په بندري ښار ادیسا کې د استوګنې پر یوې ودانۍ د روسیې توغندیز برید وشو. په دغه برید کې د یوې درې میاشتنۍ ماشومې، د هغې مور او نیا په ګډون لږ تر لږه اته کسان ووژل شول.
اوکرایني چارواکي وايي، توغندي له کسپین بحیرې توغول شوي ول، چې دوه یې پر پوځي تاسیساتو او دوه نور یې د استوګنې پر ودانیو ولګېدل.