د فرانسې ولسمشرۍ ټاکنو دويم پړاو

د ویډیو تشریح، د فرانسې ولسمشرۍ ټاکنو دويم پړاو
د خپرېدو وخت

فرانسویان نن خپل راتلونکی ولسمشر ټاکي. د دویم پړاو په ولسمشریزو سیالو کې اوسنی ولسمشر اېمانوېل مکرون له ښې اړخې مرېن لوپن سره مخامخ دی.

په ټاکنو کې د خلکو ګڼه ګوڼه د ۲۰۱۷ کال ولسمشریزو ټاکنو پر تله نژدې دوه سلنه کمه وه. خو د سږني کال د ټاکنو د لومړي پړاو پر تله چې دوه اوونۍ وړاندې وې، د خلکو د ګډون کچه ډېره وه.

په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه ځکه له نژدې څارل کېږي چې د رپوټونو له مخې په میلیونونو فرانسویانو تر اوسه پرېکړه نه ده کړي او په دې کې زړه نه زړه دي چې چا ته رایه ورکړي.

نظر پوښتنې ښيي چې ښايي ښاغلی مکرون بریالی شي خو پایلې به تر هغه ډېرې سره نژدې وي چې کله پنځه کاله وړاندې دوی دواړه په ولسمشرېزو ټاکنو کې سره مخامخ وو.