اوکرايين کړې جګړه: د بوچا ښار اوسېدونکي خپلو مېنو ته ورګرځي

د ویډیو تشریح، اوکرايين کړې جګړه: د بوچا ښار اوسېدونکي خپلو مېنو ته ورګرځي
د خپرېدو وخت

په داسې حال کې چې په اوکرایین کې جګړه ختیځ لور خوځي، د کییف شاوخوا سیمې د روسیې د څو اونیو اشغال وروسته، زیان ارزوي. په جګړه کې د وژل شویو کسانو د شمېرلو کار لا هم روان دی.

د اوکرایین پولیس وايي، د پلازمېنې کیېف په شاوخوا سیمو کې یې د ۹۰۰ ملکي وګړو جسدونه موندلي دي. له بوچا سیمې تېره اوونۍ دا ویډیوګانې ښیي چې پلټونکې ډلې جسدونه راباسي.

د بوچا په څېر ارامه مېنې، د ډېرو وحشي جرمونو کیسې کوي. اوس یې یو شمېر اوسېدونکي بېرته ور ستنېږي او ورو ورو خپل ژوند بېرته رغوي.