د زيلينسکي له پټنځي د بي بي سي ځانګړې ليدنه
د خپرېدو وخت
د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلينسکي وايي هغه اروپايي هېوادونه چې پرله پسې له روسيې تېل اخلي، د دوی پر وړاندې له روانې جګړې سره مرسته کوي، او لاسونه به يې ورسره په وينو سره وي.
نوموړي لوېديځ مشران هڅول چې اوکرايين سره مرستې لپاره دې د پوځي مرستو رساوي ګړندی کړي.
ده د بي بي سي له کلايو مايري سره خبرې کولې چې له ولادمير زيلينسکي سره يې د جګړې زمانې پټنځي کې ناست و.