د اوکرايين کړکېچ: ماريوپول کې جګړې زور اخيستی

د ویډیو تشریح، د اوکرايين کړکېچ: ماريوپول کې جګړې زور اخيستی
د خپرېدو وخت

د امريکا او بريتانيا حکومتونه داسې راپورونه څېړي چې پخلی یې نه دی شوی، او وايي روسيې ښايي د اوکرايين جنوبي کلابند ښار ماريوپول کې کيمياوي وسلې کارولې وي.

د اوکرايين پوځ ازوف ټولي چې دا انځورونه یې اخيستي ويلي، له سيمې د يوې روسۍ ډرون له تېرېدو وروسته، د اوکراينيو سرتېرو سرونه ګرځېدل، او ساکښلو کې له ستونزو سره مخامخ وو. خو د دې ادعا پخلي څه وړاندې نه کړل.

د امريکا دفاع وزارت يوه وياند ويلي حالت په احتياط څاري، بريتانيا بيا ويلي که د دغو راپورونو پخلی وشي، روسيې سره به حساب کتاب کوي.

روسيې په ښکاره د دې موضوع په اړه لا څه نه دي ويلي. د اوکرايين ولسمشر ولوډيمير زېلېنسکي، لوېديځ هڅولی، هر څه یې چې له وسه وي د داسې وسلو کارولو کې يې دې د کرېملېن مخنيوي کې وکړي.