رپوټونه: روسي پوځیان ملکیان د بشري سپر په توګه کاروي

د ویډیو تشریح، اوکرایین جګړه
د خپرېدو وخت

بي بي سي د روسيو ځواکونو داسې بېلګې موندلې، چې اوکرایین د پلازمېنې کيېف شمال ځينو کليو کې يې ملکيان د بشري سپر په توګه کارولي دي. ځینې کورنۍ وايي دوی اړ کړی شوې د خپلو کورونو له تلخونو چې له جګړو پکې پټېدل، ووځي.

د بي بي سي خبريال جېرېمي بوېن، يو له لومړیو خبریالانو دی، چې د ايوانکيف سيمې ته رسېدلی.

دا یې راپور دی، خو ځينې برخې یې داسې دي چې ښايي درته خواشينوونکې وي.