څېړنه؛ پر کورونا له اخته کېدو وروسته تر ۶ میاشتو د وینې غوټه کېدو ګواښ لوړ وي

د عکس سرچینه، Getty Images
په سویډن کې یوې څېړنې ثابته کړې چې پر کووېډ له اخته کېدو وروسته د وینې د غوټه کېدو خطر زیاتیږي.
په دې څېړنو کې راغلي دهغو کسانو د وینې د غوټه کېدو شونتیا زیاته ده چې د کووېډ په لومړۍ څپه کې پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.
د څېړونکو په باور دا خطر د وېروس پر وړاندې د واکسین کولو ارزښت لوړوي.
په بریتانیا کې شوې څېړنې بیا ثابته کړې چې په واکسین شويو کسانو کې هم د وینې د غوټه کېدو شونتیا شته خو خطر به یې خورا کم وي.
هغه کسان چې پر کووېډ ناروغۍ اخته شوي او وینه یې غوټه شوې په ځانګړي ډول هغه ناروغان چې په روغتونونو کې بستر شوي وو.
د روغتیا برخې څېړونکو د ۲۰۲۰ کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۲۱ کال تر می میاشت پورې د یو میلیون هغو کسانو په تړاو څېړنه کړې چې د کوویډ ټیسټونه یې مثبت وو او دا یې له څلور میلیونه هغه کسانو سره پرتله کړل چې ورته عمرونه او جنسیتونه یې لرل او د کووېډ ټیسټونه یې منفي وو.
په پایله کې دوی وموندله هغه کسان چې پر کووېډ اخته وو، د درېیو میاشتو لپاره د پښو د وینې غوټه کېدو (ډي وي ټي)، د شپږو میاشتو لپاره په سږو کې د وینې د غوټه کېدو او د داخلي خونریزۍ او مغزي سکتې خطر پکې خورا ډېر دی.
کله چې څېړونکو پر کووېډ د اخته کسانو د وینې د غوټه کېدو خطر د عادي کچې له خطر سره پرتله کړل، نو ویې موندله چې په ۱۰۰۰۰ هغو کسانو کې چې پر کووېډ اخته شوي وو، ۴ کسان یې پر (ډي وي ټي) اخته شوي، داسې حال کې چې په ۱۰۰۰۰ هغو کسانو کې چې د کووېډ ټیسټ یې منفي وو، یو کس پر (ډي وي ټي) اخته شوی.
په هرو ۱۰۰۰۰ هغو کسانو کې چې پر کووېډ اخته شوي، د ۱۷ یې په سږو کې وینه غوټه شوې، په داسې حال کې چې د ۱۰۰۰۰ هغه کسانو چې د کووېډ آزمېښت یې منفي وو له یوه هم کم پرې اخته شوي.
دې څېړنې چې د برتیانیا په طبي ژورنال کې خپره شوې وه، ثابته کړه چې د کووېډ د نورو څپو په پرتله په لومړۍ څپه کې د وینې د غوټه کېدو خطر خورا ډېر دی.
دا ځکه چې د ناروغۍ په جریان کې درملنه ښه شوه او د ډېر عمر کسانو په دویمه څپه کې واکسین اخیستل پیل کړل.
ولې باید واکسین وکړو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په سږو کې د وینې د غوټه کېدو خطر د عادي حالت پرتله په هغو کسانو کې ۲۹۰ برابره زیات دی چې پر شدید کووېډ اخته شوي دي او اووه برابره په هغو کسانو کې دی چې پر خفیف کووېډ اخته شوي چې په دې کسانو کې د داخلي خون ریزۍ خطر هیڅ نشته.
سویډن کې د امیا پوهنتون څېړونکي اېن مري فارس کونولي ويلي، دا هغو کسانو ته ډېر ښه دلیل دی چې تر دې دمه نه دي واکسین شوي، دا ګواښ د واکسین اخیستو له ګواښه څو برابره لوړ دی.
څېړونکو په بشپړ ډول ثابته نه کړه چې دوینې د غوټه کېدو لامل کوویډ دی خو دوی یې د لاملونو لپاره ډېرې نظریې وړاندې کړي.
دا ښايي پر حجرو د ویروس مستقیم اغېز وي چې د وینې رګونه پوښوي چې له امله یې وینه میکروبي کیږي او د غوټه کېدو لامل ګرځي.
واکسین د شدید کوویډ پر وړاندې خورا اغېزمن دي خو د ویروس پر وړاندې یې خوندیتوب کم دی په ځانګړي ډول اومیکرون بڼې پر وړاندې.
د ګلاسکو پوهنتون د عامې روغتیا برخې استاد فریدریک وايي " له واکسین وروسته د وینې د غوټه کېدو ګواښ شته خو د خطر اندازه کمه پاتې کیږي او د لنډې مودي لپاره دوام کوي"




















