مسلمان غره ختونکي: د بريتانیا د کليوالو سيمو کتنه کوي
د خپرېدو وخت
په بریتانیا کې هغه ډله چې له کوره بهر پراخو ځايونو سپړلو ته د مسلمانانو هڅولو لپاره جوړه شوې ده، پر ټولنيزو رسنيو له ځوروونکو تبصرو سره مخامخ شوې خو غړي یې وايي دې یې مخه نه ده نیولې او لا یې هوډمن کړي دي.
د دې ډلې جوړوونکی هارون موتا نومېږي. وايي په دې برخه کې د مسلمانانو شتون ډېر کم و او اوس د دوی تنظيم شوي فعاليتونه له غړو سره د باور په ډېرولو او رامنځته کولو کې مرسته کوي.