بي بي سي په سودان کې د ښځينه احتجاجيانو د ډبولو راپورونه څېړلي

د ویډیو تشریح، بي بي سي په سودان کې د ښځينه احتجاجيانو د ډبولو راپورونه څېړلي
د خپرېدو وخت

د هغو جنګي جرمونو چې نژدې شل کاله مخکې د سودان دارفور کې شوي، لومړۍ محاکمه يې هاګ کې د جرمونو نړيواله محکمه کې پيل شوې ده.

علي محمد علي عبد الرحمان، د جنګي جرمونو او د بشريت ضد جرمونو تورونه رد کړل، چې د سودان دې سيمه کې د حکومت پلوه ملېشې مشرۍ پر مهال پرې لګېدلي دي. دې سيمه کې جګړې له امله ۳۰۰ زره کسان وژل شوي، او له دوو ميليونو ډېر بې کوره شوي وو.

پر همدې مهال له هغه راهيسې چې د سودا پوځ کودتا کړې او له ملکي مشرانو سره يې د واک شريکولو هوکړه پای ته ورسولو، اوس څه د پاسه پنځه مياشتې کېږي.

له هماغه راهيسې هره اوونۍ ډيموکراسۍ پلوه احتجاجيان، چې ډېرې یې ښځې دي، لارو کوڅو ته ووځي، او د پوځيانو واکمني ننګوي.

د بي بي سي افريقا چارو خبريالې، کاترين بياروهانګا داسې زياتېدونکي راپورونه څېړلي، چې وايي د دغه هېواد امنيتي ځواکونه دا احتجاجيانې په وهلو، ځورولو او جنسي تېري په نښه کوي، چې چوپې يې کړي. يوه يادونه دا چې ښايي ځينو ته دا راپور خواشينوونکی وي.