تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرايين کړکېچ: بوچا کې د ملکيانو وژنه
د اوکرايين د ولسمشر زیلینسکي لوړپوړي سلاکاران وایې د شنبې په ورځ د کیېف شاوخوا ښارونو کې د ملکیانو د ټولوژنې د پېښو بربنډېدل د لوېدیځو سیاستوالو د هغو تګلارو پایله ده چې د روسیې له تحریکولو یې وېره درلوده.
اوکرایین وايي ځواکونو یې د کيېف شاوخوا ټولې سېمې له روسانو بېرته نیولي دي او روسي ځواکونه له مهمو سيمو په وتو دي. خو داسې حال کې چې روسیې ځواکونه په شا کېږي د ملکي وژنو شواهد هم په راوتو دي چې جنګي جنایت ګڼل کېږي.
د شنبې پر ورځ لوېدیځو خبریالانو چې له کيېف بهر په بوچا ښار کې میشت دي د سړکونو پر سر د لږ تر لږه شلو کسانو مړي موندلي دي. په اړه یې د بي بي سي دا رپوټ ګورو خو پام مو وي چې ځيني برخې یې خوا بدونکي دي.