د اوکرايين کډوال: د دانيوب سيند له لارې رومانيا ته اوړي

د ویډیو تشریح، د اوکرايين کډوال: د دانيوب سيند له لارې رومانيا ته اوړي
د خپرېدو وخت

تر درې میلیونو ډېر کسان تر اوسه د اوکرایین د جګړې له امله تښتېدلي دي. ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د دغه وضعیت له امله په نژدې هرې ثانیه کې یو ماشوم کډوالېږي. د سویلي ښار ادیسه اوسېدونکو لپاره بیا له دغه هېواده د وتلو اصلي لار د بېړۍ په مرسته له دنیوب سینده تېرېدل دي. بي بي سي له هغو کسانو سره یو ځای شوې چې له همدغې لارې تېرېږي.