د اوکرايين جګړه: د منځني ختيځ يو شمېر وسله وال غواړي د روسیې په ملاتړ جګړه وکړي
د خپرېدو وخت
د روسيې ولسمشر پوتین د هغه پلان ملاتړ کړی چې له منځني ختیځه زرګونه وسله وال چې هغه رضاکاران بللي، د اوکرایین ختیځ کې جګړې ته واستوي.
د دې کار موخه دا ده چې د سوریې له جګړې د پيسو په بدل کې وسله وال د اوکرایین جنګ ته واستوي او په دې ډول د روسانو د مرګ ژوبلې په کمېدو کې مرسته و کړي.
له مسکوه سټیف روزنبرګ رپوټ وړاندې کوي.