اوکرايين کړکېچ: د کډوالو حال

د ویډیو تشریح، اوکرايين کړکېچ: د کډوالو حال
د خپرېدو وخت

د اوکرايين له پلازمېنې کيېف سره نژدې کليو هم خلک په بيړه په تېښته دي، داسې حال کې چې روسي ځواکونه پر پلازمېنې د ورختو زيار باسي.

په خپله پلازمېنه کيېف کې هم حالت په بدلېدو دی، او له هغه راهيسې چې د روسيې يرغل پيل شوی، د دغه ښار له نيمو ډېر وګړي تښتېدلي دي. د بي بي سي خبريال جېرېمي بوېن له کيېفه دا راپور راستولی دی