اوکرايين کړکېچ: مولډووا ته کډوال ورمات شوي
د خپرېدو وخت
ملګري ملتونه وايي له ۱،۷ ميليونو ډېر وګړي چې ګڼ شمېر یې ښځې اوو ماشومان دي له اوکرايين وتلي دي. دوی لوېديځ لور د پولنډ، سلوواکيا، هنګري، رومانيا او مولډووا په څېر ګاونډيو هېوادونو ته وراوښتي دي.
دا له دوهمې نړيوالې جګړې راهيسې اروپا کې د کډوالو تر ټولو چټکې زياتېدنې کړکېچ بلل شوی دی.