تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي عرب وايي، پر جیزان هوايي ډګر یې ډرون برید شنډ کړی دی
د سعودي عرب په مشرۍ پوځي ائتلاف مسوولین وايي، د دغه هېواد په جیزان سیمه کې یې پر هوايي ډګر یو ډرون برید شنډ کړی دی.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د سعودي عرب 'سعودي ګزټ ' خبري شبکې له قوله ویل شوي، چې ډرون په هوا کې له منځه تللی، خو د پاتې شونو رالوېدو له کبله یې په هوايي ډګر کې ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.
د سعودي ګزټ په رپوټ کې ویل شوي، چې دا ډرون د یمن له پلازمېنې صنعا توغول شوی و.
د رویټرز په رپوټ کې ویل شوي، ټپیان شوي کسان د بېلا بېلو هېوادونو اوسېدونکي دي.
د یادونې ده، چې د یمن پلازمېنه او هوايي ډګر یې د حوثي یاغیانو په ولکه کې دي.
حوثي یاغیانو د دې برید مسوولیت منلی او ادعا کوي، چې ورته بریدونه به روان وي.
تازه برید په تېرو دوو اونیو کې پر سعودي هوايي ډګرونو دا ډول دویم هغه دی، چې حوثي یاغیان یې مسوولیت مني.
په ۲۰۱۵ کال کې چې حوثي یاغیانو د یمن پر پلازمېنه کنټرول تر لاسه کړ، په نړیواله کچه منل شوی حکومت یې له پلازمېنې وشاړه، د سعودي عرب په مشرۍ پوځي اییتلاف د حوثي یاغیانو پر ضد جګړه پیل کړه.
سعودي عرب وايي، ائتلاف له یوه فاسد نظام او بهرني یرغل سره مبارزه کوي.
حوثي یاغیانو د روان کال لومړیو کې د متحده عربي اماراتو ابوطبۍ کې د تېلو پر ټانکرونو ډرون او توغندیز بریدونه وکړل، چې له کبله یې درې کسان ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.
له هغه برید سملاسي وروسته د سعودي عرب په مشرۍ پوځي ائتلاف د یمن پر پلازمېنه صنعا هوايي بریدونه وکړل.