یوازې سبزۍ خوړل د زړه ناروغیو خطر نه کموي

د عکس سرچینه، Getty Images
د سبزیجاتو یا سابو خوړل ډېرې ګټې نه لري، خو بریتانیا کې ترسره شوې یوه څېړنه ښیي چې یوازې سبزۍ خوړل د زړه د ناروغیو خطر نه کموي.
څېړنه وایي، د زړه روغتیا لپاره دا هم مهمه ده چې څه ډول خواړه خورئ، څومره ورزش کوئ او چېرې اوسئ.
په ټوله کې د څېړونکو سپارښتنه دا ده چې په خوړو کې مو باید انډول وي، په دې معنا چې د سبزیو ترڅنګ غوښه او مېوې هم باید وخوړل شي.
روغتیاپالان عموماً سپارښتنه کوي چې خلک باید په ورځ کې پنځه ډوله سبزۍ او مېوې وخوري.
په دې وروستۍ څېړنه کې چې د بریتانیا اکسفورډ او برېسټل او د هانګ کانګ پوهنتونونو په ګډه ترسره کړې، څه باندې ۴۰ زره کسانو ګډون کړی.
د دې څېړنې پر مهال د دې کسانو د تېرو ۱۲ کالو روغتیایي وضعیت، او په ځانګړې توګه د دوی د زړه روغتیا یا ناروغۍ ارزول شوې دي.
له ګډونوالو همدا راز پوښتنه شوې چې په ورځ کې څومره یا څو ډوله سبزۍ خوري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د څېړنې پایلې ښیي، هغه کسان چې ډېرې سبزۍ خوري، د زړه ناروغیو خطر یې د نورو پرتله ۱۵ سلنه کم دی.
خو څېړونکي وایي، یوازې د سبزیو خوړل د زړه د روغتیا لامل نشي کېدلی او دې چاره کې نور فکتورونه هم ښکېل دي.
څېړونکي وایي، د زړه ناروغۍ یا روغتیا لپاره دا هم مهمه ده چې ایا یو کس سګرېټ او الکول څښي یا نه، او دا چې یاد کس څه ډول دنده لري، میاشتنی عاید یې څومره دی، ورزش کوي یا نه او داسې نور ډېر څه.
څېړونکي له همدې کبله دې پایلې ته رسېدلي چې یوازې سبزۍ خوړل یا ډېرې سبزۍ خوړل د زړه د ښې روغتیا یوازینی لامل نشي کېدلی.
خو دوی بیا هم سپارښتنه کوي چې خلک باید داسې خواړه وخوري چې ډېر فایبر لري، او سبزۍ په عموم کې د فایبرو ښې زیرمې بلل کېږي.
د فایبر ګټه بیا دا ده چې وزن په کنترول کې ساتي او له همدې کبله د زړه د ناروغیو خطر هم کمېږي.



















