د اوکرايين کړکېچ: روسيه تر تولو لويه شخړه پلانوي
د خپرېدو وخت
ولسمشر ولادمیر پوتین د فرانسې له ولسمشر ایمنوېل مکرون، سره د اوکراین پر پوله د روسي ځواکونو د ډله ییزې ځای پرځای کېدنې په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیا لومړي وزیر بارس جانسن وویل، د روسیې او اوکراین شواهد د ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه پلان ته اشاره کوي چې غواړي "په اروپا کې له ۱۹۴۵ کال راهیسې ترټولو لویه جګړه وکړي".
په عین حال کې بېلاروس وايي، په اوکراین کې د کړکېچ له امله له روسي ځواکونو سره ګډ پوځي تمرینات غځوي.
پام مو وي چې په دې رپوټ کې فلش یا برېښېدونکې عکاسي شته.