افریقا کې پنځه کاله وروسته د ګوزڼ لومړۍ پېښه ثبت شوه

د عکس سرچینه، AFP
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، افریقا کې پنځه کال وروسته د پولیو یا ګوزڼ لومړنۍ پېښه ثبت شوې ده.
د ډبلیو ایچ او مسوولین وايي، د ملاوي پلازمېنه لیلونګوي کې د پولیو وحشي وېروس لومړي ډول دې پېښې له ثبت کېدو وروسته ځايي چارواکو د وېروس شتون خبرداری خپور کړی.
دې وېروس یوه درې کلنه نجلۍ فلج کړې ده. روغتیايي چارواکي په یوه معاینه کې معلومه شوه، چې د وېروس دا ډول هغسې دی چې پاکستان کې یې پېښې لیدل کېږي.
افغانستان او پاکستان اوس په نړۍ کې یوازیني هېوادونه دي، چې پولیو یا ګوزڼ وېروس په کې د ماشومانو روغتیا ګواښي.
همدا پرون 'پنجشنبه ' د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته د مایکرو سافټ تکنالوژۍ شرکت مشر بل ګېټس له سفر وروسته پاکستاني چارواکو وویل، د ښاغلي ګېټس د دې سفر پر مهال به د پولیو ناروغۍ د مخنیوي پر لارو چارو هم خبرې وشي، چې په افغانستان او پاکستان کې هم د نورې نړۍ په څېر دغه ناروغۍ ختمه شي.
د یادونې ده، چې د ښاغلي ګیټس خیریه ټولنه د پولیو له منځه وړلو لړ کې هلې ځلې کوي.
له دې مخکې ۲۰۱۶ کال کې د نایجریا په بورنو ایالت کې د ګوزڼ وروستۍ پېښه ثبت شوې وه.
۲۰۲۰ کال کې بیا افریقا له پولیو وېروسه پاکه اعلان شوه.
ګوزڼ یا پولیو وېروس رګونو ته له ننوتو وروسته په څو ساعتونو کې په بشپړه توګه د ماشوم فلج کېدو لامل کېدای شي.





















