اتريش خپل ټول لويان واکسينوي

د ویډیو تشریح، اتريش خپل ټول لويان واکسينوي
د خپرېدو وخت

په اتریش کې داسې قانون پلي کېږي چې د کورونا ضد واکسین د هغو کسانو لپاره اجباري کوي چې عمرونه یې له اتلسو کلونو لوړ وي.

ځینو هېوادونو د لویانو یا هم طبي کارکوونکو لپاره ځیني مقررات وضع کړي خو اتریش بیا په اروپا کې لومړی هېواد دی چې دومره پراخ تدابیر اعلانیوي.

هغه کسان چې واکسین نه کوي، ۳۶۰۰ یورو به جریمه کېږي خو زنداني کېږي نه. اوس د اپوزیسیون ښې اړخی، د ازادي ګوند د دغه قانون پر ضد کمپاین پیل کړی.