هند کې د حجاب لانجه: مسکان وايي د هندوانو او مسلمانانو حقوق غواړي

د ویډیو تشریح، هند کې د حجاب لانجه: مسکان وايي د هندوانو او مسلمانانو حقوق غواړي
د خپرېدو وخت

د هند په کرناټکا ایالت کې تعلیمي ادارې بېرته د دوشنبې پر ورځ پرانیستل کېږي.

دا ادارې له هغه وروسته وتړل شوې چې د ایالت ځینو کالجونو پرېکړه وکړه چې هغه مسلمانې ښځې ټولګیو ته پرې نه ږدي چې مخ پټوي او بیا د دې پرېکړې په اعتراض کې مظاهرې پیل شوې.

د پرېکړې په پلوۍ او خلاف لاریونونه په تاوتریخوالي هم واوښتل. د بي بي سي خبریاله دیویا آریا جزییات لري.