تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مکرون په روسیه کې له کورونا کولو معاینې انکار کړی
د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ مسوولینو تایید کړې، چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په مسکو کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره له لیدو مخکې د کورونا له معاینې انکار کړی.
فرانسوي سرچینو په دې هکله بي بي سي ته وویل، دا روغتیايي پروټوکول د منلو نه و او د ولسمشر مکرون د مصروفیاتو له جدول سره هم برابر نه و.
په دې اړه داسې رپوټونه خپاره شوي چې ولسمشر مکرون د روسیانو لخوا د ده ډي این اې ترلاسه کولو هڅې له ډاره دا معاینه نه ده کړې.
بالاخره دواړو ولسمشران په غونډه کې له یوه بله لېرې واټن کې ناست وو.
دواړو مشرانو په دې لیدنه کې یوه بل ته لاس ور نه کړ او د خبرو پر مهال یې یو څلور متره اوږد مېز تر منځ ایښی و، چې د یو شمېر کارپوهانو په اند ښايي هدف یې د ولسمشر پوتین یو ځانګړی دیپلوماتیک پیغام واوسي.
بل لور فرانسوي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، ولسمشر مکرون ته دوه اختیاره ورکړل شوي وو، لومړی دا چې د پي سي ار په نامه د روسیې کورونا معاینه وکړي او یا دا چې له ولمسشر پوتین سره د لیدو پر مهال د واټن ساتل مراعت کړي.
یوې فرانسوۍ سرچینې په دې هکله ویلي: ''موږ په دې ښه پوهېدو چې مانا یې لاس نه ورکول او همدا اوږد مېز دي، خو موږ دا نه شو منلای چې د ولسمشر ډي این اې د دوی ګوتو ته ورشي. ''
بل لور د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کریملین تایید کړې چې د روسیې کورونا معاینې له ردولو وروسته د فرانسې ولسمشر په لیدنه کې له ولسمشر پوتین په واټن کې ساتل شوی.
د کریملین ویاند دیمتري پیسکوف وايي، د فرانسویانو په دریځ پوهېږي او دا چاره به د دواړو مشرانو پر خبرو اغېز و نه کړي.
فرانس کې یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته په دې هکله ویلي، ولسمشر مکرون روسیې ته له روانېدو مخکې پي سي ار نومې معاینه کړې او شخصي ډاکتر یې مسکو ته له رسېدو وروسته یو ځل بیا معاینه کړې ده.
فرانسویان وايي، روسي چارواکو ورته ویلي و چې ولسمشر پوتین د روغتیايي احتیاط په یوه کلکه دایره کې ساتل کېږي، خو له ښاغلي مکرون سره له لیدنې درې ورځې وروسته د روسیې ولسمشر په داسې حال کې ولیدل شو، چې د قزاقستان له ولسمشر قاسم جمارت توکایف سره یې یوه لیدنه کې په لاس روغبړ وکړ او د خبرو پر مهال تر منځ یو کوچنی مېز ایښی و، چې معمولاً د چایو یا کافي پیالیو اېښوولو لپاره کارول کېږي.
په دې پنځه ساعته لیدنه کې ولسمشر مکرون او ولسمشر پوتین د اوکرایین کړکېچ له کبله د زیات شوي تاوتریخوالي کمولو پر لارو، چارو غږېدلي وو. لوېدیځوال وايي، روسیه ښايي پر اوکرایین یرغل وکړي، خو روسیه په داسې حال کې داسې پلان لرل ردوي چې له اوکرایین سره پر پوله یې نژدې ۱۰۰ زره پوځیان ځای پر ځای کړي دي. تازه، د امریکا بهرنیو چارو وزارت په اوکرایین کې له مېشتو امریکایانو غوښتي چې سملاسي له دې هېواده ووځي.