مکرون: پوتين ژمنه کړې چې د اوکرايين کړکېچ به نه پراخوي

د خپرېدو وخت

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون خبریالانو ته ویلي چې ولسمشر ولادیمیر پوتین ورته ډاډ ورکړی چې روسي ځواکونه به د اوکرایین پولو ته څېرمه کړکېچ نه پراخوي.

نوموړي د اوکرایین له ولسمشر سره له کتنې مخکې وویل، "ما ډاډ ترلاسه کړ چې هېڅ ډول خرابی یا د کړکېچ زیاتوالی به نه رامنځ ته کېږي".

له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره له لیدو وروسته د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي، د اوکرایین او روسیې پر پوله د تاوتریخوالي کمولو لړ کې راتلونکې ورځې 'خورا مهمې ' دي. د روسیې ولسمشر بیا وايي، دې موضوع حل لړ کې پرمختګ شوی دی.

روسیې له اوکرایین سره پوله لسګونه زره پوځیان ځای پر ځای کړي، خو پر اوکرایین د یرغل پلان لرل ردوي.

په لوېدیځ کې بیا پر اوکرایین د روسیې یرغل په تړاو اندېښنې په ډېرېدو دي.

د یکشنبې پر ورځ امریکايي چارواکو وویل، روسیې چارواکو پر اوکرایین یرغل ته ۷۰ سلنه چمتوالی کړی دی.

پر دوشنبه بیا له ولسمشر پوتین سره د پنځه ساعته مېلمستیا پر سر له خبرو وروسته ښاغلي مکرون وویل، راتلونکې ورځې به 'برخلیک ټاکوونکي وي ' چې په وینا یې 'داسې سخت بحثونه غواړي چې په شریکه به تر سره شي. '

ښاغلي پوتین بیا په دې تړاو د خبرو پر مهال وویل:

'د ښاغلي مکرون ځینې وړاندیزونه داسې دي چې د ګډو اقداماتو لپاره بنسټونه رامنځته کولای شي. '

خو په وینا یې 'اوس په دې اړه څه ویل به له وخته مخکې چاره وي. '

دواړه ولسمشران به د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلنسکي لیدو لپاره کیېف ته د ولسمشر مکرون له سفر وروسته بیا هم خبرې وکړي.

ښاغلي پوتین وروسته هغه خبرداری بیا تکرار کړ، چې که اوکرایین د ناټو پوځي اتحاد غړی شي او له اوکرایین سره د کرایمیا خاورې بېرته یو ځای کولو هڅې وکړي، چې اته کاله مخکې روسیې په زور له ځان سره یو ځای کړه، په اروپا کې به یو لوی کړکېچ رامنځته شي.

نوموړي فرانسوي خبریالانو ته وویل: 'ایا تاسې غواړئ چې فرانسه چې له روسیې سره جګړه وکړي؟ همدا څه دي چې کېږي به او دې کې به هیڅوک ګټونکی نه وي. '

د فرانسې ولسمشر ايمانول مکرون په مسکو کې د روسيې له ولسمشر ولادمير پوتين سره په داسې حال کې کتلي چې د امريکا ولسمشر جوبايډن په واشنګټن کې د جرمني د لومړي وزير اولف شولز کوربه دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د جرمني له لومړی وزیر اولاف شولتز سره له لیدنې ورسته ویلي د پلوماتیکه لار لا هم د اوکرایین د کړکیچ د هواري تر ټولو مناسبه لار ده. خو ده ټېنګار وکړ چې که روسیې برید وکړ نو امریکا او متحدین یې دې برید ځوابولو ته چمتو دي.

د جرمني لومړي وزیر بیا روسیې ته خبر داری ورکړ که پر اوکرایین یې برید وکړ نو دا برید به په ډېره لوړه بیه ورته پرېوزي.

د فرانسې ولسمشر مسکو ته د خپل پروني سفر څخه مخکې له ولسمشرجو بایډن سره اوږدې تیلیفوني خبرې کړې دي.

د فرانسې ولسمشر اوکرایین کې جګړې مخنیوي له پاره هلې ځلې کوي.

تر دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي ول چې روسیې پر اوکرایین د یوه بشپړ یرغل لپاره ۷۰ سلنه چمتوالی کړی دی.

د نامعلومو امریکايي چارواکو له قوله ویل شوي ول چې د فبرورۍ میاشتې تر نیمايي پورې به د سیمې ځمکه کنګل شي او روسیه به وکولای شي درانه پوځي وسایط هلته ولېږدوي.

د فرانسې د ولسمشر تر اقدام وړاندې ځینو امریکايي چارواکو هم ویلي ول چې دوی لا هم په باور سره نه شي ویلای چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکرایین د یرغل کولو پلان لري او که نه، او په وینا یې دیپلوماتیک حل ته لا هم فرصت شته.

رپوټونو کې ویل شوي، که روسیه پر اوکرایین یرغل وکړي، تر پنځوس زره پورې د ملکي کسانو وژل کېدو احتمالي خطر شته.

بل لور په سیمه کې د ناټو ځواکونو ملاتړ زیاتوالي لړ کې امریکايي اضافي پوځیان پولنډ ته رسېږي.

امریکا حکومت له دې یوه ورځ مخکې اعلان کړی و، چې ختیځې اروپا ته تر ۳۰۰۰ پورې اضافي پوځیان استوي.

مسکو وايي، پوځونه یې په سیمه کې د تمریناتو لپاره ځای پر ځای کړي دي، خو اوکرایین او لوېدیځوال متحدین اندېښنه څرګندوي چې روسیا پرې د یرغل پلان لري.