سوريه کې د امریکا بريد: جوبايډن وايي د داعش د مشر وژل يو جدي پيغام استوي
د خپرېدو وخت
د امریکا ولسمشر جو بایډن خبرداری ورکړی چې په سوریه کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د مشر وژنه د نړۍ ترهګرو ته یو پیاوړی پیغام استوي، وايي "موږ درپسې درځو او تاسې به پیدا کوو".
ابو ابراهیم الهاشمي القرشي، ترکۍ پولې ته نژدې، د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال، د یوه بم په چولو ځان او خپله کورنۍ وژلې ده. د ابو ابراهیم الهاشمي القرشي هویت د ده د ګوتو د نښانونو او ډي اېن اې له لارې تایید شوی دی.