تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بورېس جانسن د کورونا وبا محدوديتونو ماتولو په اړه له راپور خپرېدو وروسته بښنه وغوښته
د بريتانيا لومړي وزير بورېس جانسن د کورونا وبا د قرنطين پر مهال په خپل کور او کاري دفتر کې د مېلمستياو له امله بښنه وغوښته او زياته يې کړه چې له دې وروسته به دفتري چارې ښې کړي.
پر نوموړي له څه مودې راهيسې د مخالف کارګر ګوند او د خپل ګوند ځينې غړي نيوکه کوي چې د کورونا وبا د قرنطين پر مهال يې د لومړي وزير دفتر کې مېلمستياوې کړې دي.
په دې اړه له خپاره شوي راپور وروسته د بريتانيا لومړي وزير د دغه هېواد له پارلمانه بښنه وغوښته او زیاته يې کړه "د هغه څه له امله بښنه غواړم چې موږ سم نه دي ترسره کړي او همدارنګه د دې مسلې د حل کولو د څرنګوالي په اړه بښنه غواړم".
نوموړی وويل، "دا اوس هېڅ ګټه نه لري چې ووايو د لومړي وزير دفتر کې مېلمستياوې د قانون چوکاټ کې وې که نه او يا دا چې د دفتر کارکوونکو ډېر زحمت ګاله".
د لومړي وزير بورېس جانسن په دفتر کې په داسې حال کې مېلمستياوې شوې وې چې په هېواد کې پر راټولېدو سخت بنديزونه لګول شوي وو.
ښاغلي جانسن وويل، "دا وبايي ناروغي د هر چا لپاره ستونزمنه وه، موږ د دې هېواد له خلکو وغوښتل چې ډېرې بې ساري قربانۍ ورکړې، د خلکو په غوسه پوهېږم او بښنه کافي نه ده".
نوموړی وايي "اوس په پاليسۍ کې بدلونونه راولي چې څرنګه د کاري دفتر چاري پرمخ يوړل شي ترڅو وکولی شو چې حکومت په سم لوري رهبري شي".
ده په راتلونکو څو ورځو کې د نورو اعلانونو ژمنه وکړه چې د حکومت چارې ښې کړي او د لومړي وزير او پارلمان تر منځ اړیکو کې ښه والی رامنځ ته کړي.
د بريتانيا حکومت يوې جګپوړې چارواکې سو ګري په خپل دې راپور کې د لومړي وزير جانس د دفتر او کابينې بېلابېلو برخو کې د ناکامۍ په اړه يادونه کړې ده.
له څو ورځو انتظار وروسته دغه راپور نن د لومړي وزير دفتر ته وسپارل شو او له هغه وروسته بيا خپور شو.
پر ښاغلي جانسن لګېدلو تورونو بې ساري سياسي فشارونه راپارولي او له ده د لومړي وزير په توګه د استعفا غوښتنه کېږي.
مېرمن ګرې ويلي چې له ۱۲ مېلمستياو څخه د ځينو په اړه اوس هم پوليس پلټنې کوي او څلور مېلستياوې چې په دې راپور کې يې ذکر شوی، نيوکه پرې شوې خو اغلې ګرې ليکلي چې دغه پېښې هغې مرحلې ته نه وې رسېدلې چې په اړه يې جنايي پلټنې پيل شي.
خو اغلې ګرې وايي چې ځينې دا پېښې بايد نه وی شوې. نوموړې په خپل راپور کې د کوم ځانګړي کس نوم نه دی اخيستی او پر کوم سياستوال يې په ښکاره ډول نيوکه هم نه ده کړې.
د بريتانيا د اپوزسيون کارګر ګوند مشر کېير سټارمر ښاغلی جانسن د "بې شرمه انسان" په توګه ياد کړی چې وايي د راپور له موندنو وروسته هم استعفا ته چمتو نه دی.
بورېس جانسن چې په ۲۰۱۹ کال کې د محافظه کاره ګوند مشر شو، اوس یې د ګوند ځينې غړو د بدلولو غږ پورته کړی چې دا د ده موقف ته لوی ګواښ پېښولی شي.
د محافظه کار ګوند د اصولو له مخې د مشرتابه ټاکنې هغه مهال ترسره کېدی شي چې د ګوند ۵۴ استازي د مشرتابه د بدلون غوښتنه وکړي.