تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نولس کلنو کرېکټ نړيوال جام: افغانستان نيمه پايلوبې ته ووت
د نولس کلنو کرېکټ نړیوال جام منځلوبه یا کوارټر فاینل کې افغانستان شري لنکا ته په څلورو منډو ماته ورکړه او له دې بريا سره نيمه پايلوبو ته ووت.
شري لنکا د پچې له ګټلو وروسته افغانستان ته منډو جوړولو بلنه ورکړه. افغانستان په ۴۸ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۴ منډې وکړې.
شري لنکا ونتوانېده چې د افغانستان له خوا ټاکل شوی هدف پوره کړي او ټوله لوبډله يې په ۴۷ اور کې وسوځېده.
د افغانستان لپاره عبدالهادي ۳۷، نور احمد ۳۰ او الله نور ۲۵ مندې جوړې کړې.
د شري لنکا وينجوا رنپول ۵، دونيت وېللېچ درې، يسورو راډريګو او ټروین متيو يوه يوه وېکټه واخيسته.
د افغانستان لپاره بلال سميع دوې، ننګیالي خروټي، اظهار الحق، نور احمد او نويد ځدراڼ يوه يوه وېکټه واخيسته.
دغه لوبه د کرابین ټاپو انتیګوا کولیج لوبغالي کې ترسره شوه.
سلیمان ساپی، اعجاز احمد، اظهار الحق، عبدالهادي، الله نور، خیبر ولي، محمد اسحاق، شاهد الله، بلال احمد، محمد الله، بلال سمیع، نور احمد، ننګیالی خروټی، نوید ځدراڼ، اعجاز احمدزی، فیصل احمدزی او بلال سعیدي د افغانستان له لوري په سیالیو کې برخه لري.
د نولس کلنوافغان لوبډلې د روانې جنورۍ پر ۲۲ مه زمبابوې ته په ۱۰۹ منډو ماتې ورکړه او له دې سره يې منځلوبو يا کوارټر فاينل ته لار ومونده. له نننۍ هغې پرته افغانستان له دې مخکې له پاپوا نیوګیني او زمبابوې د دې لړۍ دوې لوبې ګټلې دي او بله يې پاکستان ته بايللي ده.
د نولس کلنو کرېکټ نړيوال جام سيالۍ د وېسټ انډيز په کوربتوب کرابين هېوادونو کې روانې دي. د افغانستان راتلونکې لوبه د فبرورۍ بر لومړۍ نېټه له انګلنډ سره ده.
افغانستان چې په سي ( C) ګروپ کې ځای درلود په ځنډ د رسېدو او د نړيوال جام د قرنطين محدويتونو پر اساس يې لومړنۍ سيالي چې ټاکل شوې وه د جنورۍ مياشتې پر ۱۶ ترسره شي وځنډېده، له انګلنډ او اماراتو سره د چمتووالي لوبې هم ترې پاتې شوې دي.
افغانستان له ۲۰۱۰ کال راهیسې اووه ځله د نولس کلنو کرېکټ نړيوال جام سیاليو کې ګډون کړی چې په ۲۰۱۸ کال کې یې نيمه پايلوبې ته لار هم موندلې وه.